کابل (پژواک) ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د ریاستالوزراء له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان به راستنو شوو کډوالو ته د کارموندنې او مرستو رسولو او بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې او مل پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې رباب فاطمې افغانانو ته د خدمت کولو فرصت د برابرېدو له امله خوښي څرګنده کړې، د اسلامي امارت د ترسره شوو پراختیايي فعالیتونو ستاینه یې کړې او هیله یې ښودلې چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او ابادۍ لپاره د مسوولینو هڅې دوام ومومي.
هغې ویلي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو د همغږۍ ترڅنګ، په بېلابېلو لکه د همکاریو د پیاوړتیا، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو، راستنو شوو کډوالو ته د کارموندنې او د مرستو د وېش برخو کې د خپلو هڅو د زیاتولو هوډ لري.
د خبرپاڼې له مخې، فاطمې د راستنو شوو کډوالو مدیریت په افغانستان کې یوه له لویو ننګونو بللې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت مسوولینو له دې ننګونې سره په ښه توګه چلند کړی دی.
دغهراز، مولوي عبدالسلام حنفي له اته میلیونه د زیاتو کډوالو بېرته راستنېدو ته په اشاره ویلي، اسلامي امارت به له هغوی سره د مرستې او لاسنیوي برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه زیاته کړې چې د کډوالو د حقونو د ملاتړ مسوول بنسټونه باید د راستنو شوو کډوالو لپاره د کارموندنې او سرپناه برابرولو برخو کې هڅې او همکاري زیاته کړي.











