منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د دوحې پروسې اړوند د دوو کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د دوحې پروسې تر چتر لاندې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته نن د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوه.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رئیس، سید محی‌الدین سادات په مشرۍ د امارت د اړوندو ادارو پلاوي، د یوناما، اړوندو نړیوالو سازمانونو، د کوربه هېواد ازبکستان په ګډون د دوحې پروسې د غړو هېوادونو، د خصوصي سکتور استازي او متخصصین ګډون لري.

سرچینه زیاتوي، د ناستې په ترڅ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، د بدیل معیشت او ټولشموله اقتصادي ودې پر موضوعاتو بحث کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د ګډونوالو ترمنځ د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي او د عملي همکاریو د لارو چارو په اړه هم نظرونه تبادله شي.