کابل (پژواک) – د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالرو په ټولیز ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ هوکړهليکونه لاسلیک شول.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهليکونه افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او غوړیو د واردولو او له افغانستان څخه روسیې ته د تازه مېوو، په ځانګړې توګه د انارو د صادراتو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه تفاهملیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي او له مخې به یې افغانستان او روسیه په بېلابېلو برخو کې سوداګري وکړي.










