کابل (پژواک) – دفاع وزیر، د ځانګړو ځواکونو د فراغټ غونډه کې ویلي، دلته یو واحد مرکزي نظام شتون لري، دلته هيڅ داسې ډله شتوننلري چې تخریبي کړنې ترسره کړي او نه ورته دا اجازه ورکوو چې نا امني جوړه کړي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې ١٠٠٠ تنه ځوان کمانډويان له شپږ میاشتنيمسلکي، عقیدوي او ځانګړو کمانډويي زده کړو له اتمې دورې څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
سرچینه زیاتوي، دغو مراسمو کې د هیواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین “حقاني” دکابینې یو شمېر وزیرانو د بهرنیو هیوادونو یو شمېر سفیرانو نظامي اتشو، ځانګړو استازو او نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي محمد یعقوب“مجاهد” ویلي: «کوم خدمت چې تاسو تر سره کوئ نیت مو یوازې د الله ج رضاء وګرځوئ، چې ددې نیت په بدل کېبه الله ج په دنیا او اخرت کې بدله درکړي، الحمدلله دلته یو واحد مرکزي نظام شتون لري، دلته هيڅ داسې ډله شتون نلري چې تخریبيکړنې ترسره کړي او نه ورته دا اجازه ورکوو چې نا امني جوړه کړي.»
هغه زیاته کړې: «خپل ولس ته اطمنان ورکوم، چې دغه ځواکونه به ستاسو د سر او مال او د ګران هیواد څخه په ښه میړانه او تدبیر سرهدفاع کوي، ټولو بهرنیو هیوادونو ته وایم، چې افغانستان نور امن دی دلته هیڅ داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر ويوجود نلري.»
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین “حقاني” هم ویلي: «افغانستان له نیمې پیړۍ را وروسته یوه مستقله اردو نه لرله چې الحمدللهاوس یوه منظمه اردو او نور امنیتي ځواکونه لري، تاسو یوه نمایشي اردو نه یاست او نه د نورو د ګټور لپاره یاستی بلکې تاسو یوه منظمهخپلواکه اردو یاست، که چیرې موږ او تاسې په مادي لحاظ کمزوري یو نو په معنوي لحاظ تر ټولو قوي یو، موږ او تاسې باید لوړېحوصلې ولرو او په نظامي چارو کې احساساتي نشو او دښمن ته پخپل مناسب وخت کې ځواب ورکړو، موږ هیچا ته تهدید نه یو بلکې دخپلې خاورې مدافعین یو.»
دفاع وزارت لیکلي، دغو مراسمو کې یادو ځوانانو د هوايي ځواک په ملتیا منظم عملي نمایشات او د بیلابیل ډول هوایي ډرون الوتکو پرمټیې مانورونه تر سره کړل، مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکول سره پای ته ورسېدل.










