کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي چې اسلاماباد نه شي کولای له افغانستان سره خپلې ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې حل کړي او باید د خبرو اترو او همکارۍ لاره غوره کړي.
منصور احمد خان زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان باید د امنیتي ستونزو د حل لپاره د استخباراتي معلوماتو د کرهوالي او تایید لپاره یو میکانېزم جوړ کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دغه میکانېزم له لارې باید د یوه، دوو یا دریو کلونو په موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته شي.
هغه همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د لارو تړل کېدو د خلکو ستونزې ډېرې کړې او سوداګري یې درولې ده.
د منصور احمد خان په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په اسانۍ سره درې، پنځو او ان اوو میلیاردو ډالرو ته رسېدای شي، خو اوسمهال شاوخوا نیم میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري باید د فشار د منفي وسیلې پر ځای د ګډو اقتصادي ګټو او متقابلې اړتیا د رامنځته کولو لپاره وکارول شي.










