منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ا.ا د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه کنفرانس کې د نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وشو 

· ۵ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو په اړه څلور ورځنی علمي ـ څېړنیز کنفرانس پیل شو، چې د حکومت لوړپوړو چارواکو پکې د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ. دغه کنفرانس ته له ۱۸۰۰ ډېرې علمي مقالې وړاندې شوي چې شاوخوا زر یې له ارزونې وروسته منل شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ، د وردګ پوهنتون له لوري، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامي رهبرۍ څخه تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې، تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس نن په کابل پوهنتون کې پیل شو.  په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېرونکو او د ا.ا مشرانو ګډون کړی.

د سترې محکمې رئیس مولوي عبدالحکیم حقاني نن د دغه کنفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې د اسلامي نظام په حاکمېدو سره افغانان له ډېرو ستونزو او بدبختیو خلاص شوي او له ۵۰ کلونو وروسته د سمتي، ژبنیو او نژادي توپیرونو له پامه غورځولو سره د یوه مشر تر قیادت لاندې متحد شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دا نظام د اللهﷻ په نصرت حاکم شو، دا د کومې شورا، سازمان یا بلې ادارې په توصیه او فرمایش نه دی حاکم شوی، که داسې وای، دا به دوی پر موږ احسان باله، خو داسې نه ده، موږ د هیچا مداخله نه منو او نه یې مداخله شته، دا نظام د قربانیو او د اللهﷻ په نصرت حاکم شوی دی.»

ده وویل، که اسلامي نظام د الهي احکامو پر ځای د نورو قوانینو له مخې اداره شي، له ستونزو سره به مخ شي. هغه د اسلامي نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د امنیت ټینګښت وباله او زیاته یې کړه چې امنیت د الله تعالی ستر نعمت او د انسان د دنیوي او اخروي چارو د ترسره کولو لپاره اړین دی.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کنفرانس کې وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې ژبني او سمتي اختلافات له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه: «دغه د شهیدانو د وینو ثمره وه، چې اسلامي نظام رامنځته شو او اوس ټول الهی حدود پلې کیږي. د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد قیام د فساد او وحشت پر وړاندې قیام و، موخه یې اسلامي نظام و او په ډېرې کمې مودې کې اسلامي نظام حاکم شو، حدود او قصاص نافذ شول او یو اسلامي نظام د دې وطن پر پاکې خاورې حاکم شو.»

حنفي وویل: «له فتحې وروسته مجاهدینو داسې کسان ونیول، چې ۱۲۰ تنه مجاهدین یې شهیدان کړي وو، خو هېڅ یې ورته ونه ویل او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه عفوې ته یې درناوی وکړ او له امر څخه یې سرغړونه ونکړه.»

د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني هم په دغه کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ له ډېرې اوږدې زمانې وروسته د الله تعالی په نصرت د یوه سپېڅلي نظام شاهدان یو. موږ د اسلامي نظام د نفاذ او عملي کولو په درشل کې یو، دا مسؤولیت له جهادي دور وروسته تر ټولو ستر او دروند مسؤولیت دی.»

هغه وویل، په رښتینې معنا د مسوولیت ادا کول د تېرو شلو کلونو تر مبارزې هم سخت دي او د نظام بنسټونه باید پر شرعي اصولو ولاړ وي، څو د الله تعالی په مرسته لا پرمختګ وکړي.

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وویل: «الله تعالی د ځمکې پرمخ هېڅ نبي بې له قانون څخه نه دی رالېږلی او کله چې قانون وي، هلته بیا نظام حتمي وي او بې له قانون څخه نظام شتون نه لري. الحمدلله موږ قانون او نظام دواړه لرو.»

هغه وویل، د دغه کنفرانس لپاره د پوهانو او څېړونکو له لوري لیکل شوې مقالې د راتلونکو نسلونو لپاره ستر علمي خدمت دی.

شرعي وویل: «زموږ اساسي قانون قرانکریم دی، دا قانون شرعي دی او له شریعت څخه اخیستل شوی دی، وضعي قوانین غیر شرعي او د اسلام خلاف دي.»

د میدان وردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه هم د وردګ پوهنتون د هڅو ستاینه وکړه او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او پلي کېدو لپاره یې د شته فرصتونو پر اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې ټول باید د نظام پر وړاندې د ګواښونو او ننګونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او دیني عالمان هم د حق په ملاتړ او د ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

ده وویل: «افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینۍ جغرافیه ده چې اسلامي نظام پکې حاکم دی، نو موږ باید له دې فرصت څخه د اسلامي نظام د استحکام او بقا لپاره اعظمي ګټه واخلو او د سلو او زرو کلونو غمه وخورو.»

خیرخواه وویل، د دغه کنفرانس په هکله چې کومې مقالې لیکل شوي د دین د نفاذ په برخه کې په دنیا کې ساری نه لري.

ده زیاته کړه: «زموږ زړونه په دې یخیږي چې رعیت مو ستونزې و نه لري. نن چې دا نظام حاکم دی، دا فقط د دې ولس ملاتړ او مینه وه او ده.»

د وردګ پوهنتون رئیس شیخ محمد عابد حقاني په یاد کنفرانس کې وویل، له اسلام څخه مخکې دین او سیاست سره بېل وو، خو د رسول الله (ص) په بعثت سره دواړه سره یو شول او اوس په افغانستان کې دین او سیاست سره یو دي.

هغه وویل، دغه کنفرانس ته شاوخوا ۱۸۷۶ علمي مقالې وړاندې شوې وې چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې شاوخوا زر مقالې منل شوې او په ۷۵ ټوکونو کې چاپ شوې دي. دی وایی د دغو مقالو لنډیزونه هم په شپږو ټوکونو کې چاپ شوي دي.

د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ د څېړنو د مرکز غړي، څېړنوال ډاکټر نورمحمد محبي هم د دغه کنفرانس جوړېدل د ټولنې اړتیا وبلله او ویې ویل چې دا ډول علمي غونډې د امر بالمعروف د پلي کېدو او د ټولنې د فکري او اخلاقي روزنې لپاره مهمې دي.

هغه وویل، دا د ټولو مسوولیت دی چې یو بل خپلو تېروتنو ته متوجې کړي؛ ځکه دا د اصلاح بنسټ او د نظام یو اساسي رکن دی.