کابل (پژواک) – مایکروسافټ شرکت اعلان کړی چې خپلو شاوخوا ۶۰ زره کارکوونکو ته یې د مالي ملاتړ بستې په بدل کې د دندو پرېښودو وړاندیز کړی او دغه شمېر کارکوونکي د دغه شرکت د نړۍوال کاري ځواک څلورمه برخه جوړوي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه اقدام د لګښتونو کمولو او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې د مایکروسافټ د پراخو پانګونو لپاره د مالي سرچینو برابرولو په موخه ترسره کېږي.
د راپور له مخې، د دغه شرکت د بېلابېلو برخو کارکوونکي، لکه د مصنوعي ځیرکتیا، کوپایلټ، مالي چارو، بشري سرچینو، اېکسباکس او وینډوز برخو کارکوونکي، کولای شي له دغه وړاندیزه ګټه واخلي؛ خو د بازارموندنې، سوداګریزو فعالیتونو او امنیت برخې په دغه پروګرام کې نه دي شاملې.
د مایکروسافټ د بشري سرچینو مشرې امي کولمن، کارکوونکو ته په یوه یادښت کې ویلي چې دغه پروګرام هغو کسانو ته فرصت برابروي چې غواړي خپل کاري راتلونکی له دغه شرکت څخه بهر ولټوي او د مالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره په خپله خوښه دندې پرېږدي.
د نوموړې په وینا، دغه اقدام به د شرکت له بېلابېلو برخو سره هم مرسته وکړي چې خپل کاري ځواک له بدلېدونکو اړتیاوو سره برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مایکروسافټ د ټکنالوجۍ د نورو لویو شرکتونو په څېر، د معلوماتو زېرمه کولو مرکزونو په جوړولو او د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د اړینو چیپونو په پېرلو سلګونه میلیارده ډالر پانګونه کوي.
رویټرز لیکلي چې مایکروسافټ اټکل کړی، په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به د دغه شرکت پانګیز لګښتونه ۱۷۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. د دغه شرکت د کلنیو اسنادو له مخې، مایکروسافټ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جون تر پایه په ټوله نړۍ کې ۲۲۳ زره دایمي کارکوونکي لرل.
سرچینې لیکلي چې دغه شرکت د روان کال په لومړیو کې هم په امریکا کې شاوخوا ۹ زره کارکوونکو ته د دندو پرېښودو وړاندیز کړی و. دغهراز، مایکروسافټ د جولای په میاشت کې د اېکسباکس د ویډیويي لوبو برخې د بیارغونې په چوکاټ کې د ۴ زره او ۸۰۰ بستونو لغوه کولو خبر ورکړی و.
یاد شرکت ویلي چې نوی پروګرام به په کاناډا، هند، برېتانیا او امریکا کې د شرایطو وړ کارکوونکو لپاره پلی شي او ګډون پکې په بشپړه توګه داوطلبانه او د محدود وخت لپاره دی.










