کابل (پژواک) ـ د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې د تېرې شپې په اوږدو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۷۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې له منځه وړې دي.
ټاس خبري اژانس نن د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونو د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې پر بېلابېلو سیمو ۲۷۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرون) له منځه وړې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ډرونونه د نومبر ۲۰مې د ماښام له ۸ بجو څخه د نومبر ۲۱مې د سهار تر ۸ بجو پورې د مسکو پر وخت د هوايي دفاع ځواکونو له لوري له منځه وړل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ډرونونه د بلګورود، بریانسک، ورونژ، کالوګا، کورسک، لینینګراد، نووګورود، اوریول، پسکوف، روستوف او سمولنسک پر سیمو، د کریمیا جمهوریت او د تورې بحیرې پر اوبو له منځه وړل شوې دي.











