کابل (پژواک) ـ د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی تخصصي نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د باختر درخشان نندارتونو جوړولو شرکت په همکارۍ جوړ شوی چې د ایراني، چیني او هندي په ګډون ۱۵۰ شرکتونو په ۱۵۰ غرفو کې د کانونو د سکټور اړوند بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول ډېر اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې د دغه نندارتون جوړېدو موخه د افغانستان د معدني محصولاتو معرفي کول او د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ لپاره د زمینې برابرول دي.
نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د افغانستان کانونونه په معیاري توګه استخراج شي.
حنفي وویل چې اسلامي امارت پانګهوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی او په خبره یې، هغو بهرني شرکتونو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي، کولی شي له افغان شرکتونو پرته، ځمکه په اوږدمهاله قرارداد په اجاره ونیسي.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو په سکتور کې د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه شوي دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال د کانونو د استخراج برخه کې څه باندې ۱۸۰ زره کسان په کار بوخت دي.
هغه زیاته کړه، افغانستان له بډایه طبیعي سرچینو او معدني زېرمو برخمن دی او حکومت هڅه کوي چې له دغو سرچینو د اقتصاد پیاوړتیا او هېواد د پرمختګ لپاره اغېزناکه ګټه واخلي.
بدري وویل، د اسلامي امارت اساسي موخه دا ده چې د کانونو د استخراج له لارې ترلاسهکېدونکي عواید د دولت او خلکو د ګټو لپاره ولګول شي.
بدري وایي، اوس مهال د هېواد د کانونو برخه کې ۳۵۰ قراردادونه فعال شوي دي.
ورته مهال، په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې وزیر نورالدین عزیزي وویل چې په افغانستان کې ظرفیتونه شته او دغه هېواد د پرمختګ په حال کې دی.
نوموړي له پانګهوالو، ګاونډیو او نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کانونو برخه کې دې پانګونه وکړي.
هغه له پانګهوالو او شرکتونو غوښتنه وکړه چې ټول کاني توکي دې د افغانستان دننه پروسس کړي.
نوموړی وایي، افغانستان د پراخو کاني زېرمو په درلودو او د دغو سرچېنو په مدیریت سره کولی شي چې د اقتصادي ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، دغه نندارتون به د روانې لړم میاشتې تر نهمې نېټې پورې پرانیستی وي.











