منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید ډېر شوي؛ قانع یې ردوي

· ۷ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – یواېن‌او‌ډي‌سي وایي، تازه سروې یې ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کرکېله او د تریاکو تولید زیات شوي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د بندیز تر لګېدو مخکې کچې ته نه دي رسېدلي. بلخوا، د کورنیو چارو وزارت د دې سروې شمېرې ردوي او وایي، د نشه‌يي توکو د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرم دفتر (یواېن‌او‌ډي‌سي) نن په کابل کې د ۲۰۲۶ کال سروې پایلې اعلان کړې او ویې ویل چې په افغانستان کې د تریاکو تولید بېرته پیل شوی او د تېر کال په پرتله یې پنځه برابره زیاتوالی موندلی دی.

د سروې له مخې، د کوکنارو د کر ساحه د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کرنه له ۴۳ زره هکتارو څخه زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتاره وه او دغه‌راز، د تریاکو اټکل شوی تولید په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال شاوخوا ۳۰۰ ټنه و.

یواېن‌او‌ډي‌سي وایي، سره له دې چې د کوکنارو کرنه او د تریاکو تولید لا هم د ۲۰۲۲ کال د نشه‌يي توکو د بندیز له نافذېدو مخکې کچې ته نه دی رسېدلي، خو دغه زیاتوالی د بندیز له پلي کېدو راهیسې لومړنی د پام وړ لوړوالی بلل کېږي.

دغې ادارې د راپورونو له مخې لیکلي چې د کوکنارو د له منځه وړو هڅې په جدي ډول دوام لري او د افغان چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۲ زره هکټاره د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوې او په ورته وخت کې داسې ښکاري چې ډېرو بزګرانو خپل د کرنې طریقې بدلې کړې دي څو له پلي‌کېدونکو اقداماتو ځانونه وژغوري.

د یواېن‌او‌ډي‌سي موندنو ښودلې چې بزګران د کوکنارو واړه پټي د غلو دانو په کروندو کې پټوي، یایې د دېوالونو تر شا احاطو کې کري او ځیني بزګران د کرلو او راټولولو وختونه په بېلابېلو پړاوونو کې تنظیوي څو د کشف او پېژندنې خطر کم کړي.

په راپور کې راغلي: «د کوکنارو د کرکېلې څلور برابره زیاتوالی ښیي چې د ناقانونه تریاکو د کښت کمښت دوامداره ساتل هغه مهال خورا ستونزمن وي، کله چې بېوزله بزګران د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره بدیلې لارې ونه لري.»

د یواېن‌او‌ډي‌سي اجرائیوي مشرې مونیکا جوما ویلي: «د حاکمو چارواکو او نړۍوالې ټولنې لپاره اړینه ده چې په ګډه کار وکړي، څو د کرنیزو ټولنو ملاتړ وشي، دغه ملاتړ باید د خلکو د معیشت د بدیلو فرصتونو، د کرنې د بنسټیزو زیربناوو او بازارونو ته د لاسرسي برخو کې د پانګونې له لارې پیاوړی شي.»

سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کرکېلي ساحه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۶ ولایتونو کې پراخه شوې وه، چې دا د ۲۰۲۵ کال په پرتله پنځه ولایتونه زیاتوالی ښيي.

یواېن‌او‌ډي‌سي زیاتوي چې په ټولیز ډول په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې له هرو څلورو هکټارو د کوکنارو له کرل شوې ځمکې څخه درې هکټاره په شمال ختیځ زون کې موقعیت درلود چې دا سیمه د افغانستان د کوکنارو د کرکېلې د اصلي مرکز په توګه تثبیتوي، په داسې حال کې چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د بندیز له پلي کېدو مخکې د کوکنارو ډېره کرنه د هېواد په سوېل‌لوېدیځه سیمه کې ترسره کېده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د یو کیلو تریاکو بیه د تېر کال له ۵۷۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د بندیز له لګېدو د مخکې بیې په پرتله لوړه ده.

مېرمن جوما د نشه‌يي توکو د قاچاق نړۍوالو شبکو د له منځه وړو لپاره پر نړۍوالې همکارۍ، بزګرانو ته د بدیل معیشت پر برابرولو او د قاچاقبرانو پر وړاندې د قانون پلي کولو د اقداماتو پر دوام ټینګار کړی دی.

د یواېن‌او‌ډي‌سي د سروې له مخې، د تریاکو سیمه‌ییز قاچاق په وروستیو کلونو کې کم شوی، خو لا هم دوام لري. قاچاقبرانو ښایي د تریاکو له زېرمو ګټه اخیستې وي، خو تازه معلومات ښيي چې دغه زېرمې د خلاصېدو په حال کې دي. د دغه دفتر په وینا، په اروپا کې د هیرویینو د کمښت لومړنۍ نښې لیدل کېږي چې ښایي په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله او د تریاکو تولید لا زیات کړي.

کورنیو چارو وزارت: د یواېن‌او‌ډي‌سي راپور له واقعیتونو سره په ټکر کې دی

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع پژواک ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UNODC) د کلني راپور شمېرې او پایلې له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې بولي او په کلکه یې ردوي.

د دغه معینیت په باور، یاد راپور شته وضعیت په کره توګه نه دی منعکس کړی او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عملي لاسته‌راوړنې یې له پامه غورځولې دي.

قانع زیاتوي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د مسوولې مرجع او د عملیاتو د پلې‌کوونکې ادارې په توګه، په ساحه کې حضور لري او د کښت او کروندو د له منځه وړلو وضعیت له نږدې څاري، ثبتوي او راپور ورکوي.

هغه زیاتوي: «له ساحوي معلوماتو او د کروندو اړولو له اسنادو سره له پرتله کولو پرته، د سپوږمکۍ پر انځورونو، اټکلي محاسبو او د مغرضو کړیو په غلطو معلوماتو تکیه د قطعي پایلو وړاندې کولو لپاره بسنه نه کوي. د عملیاتو له پیل وړاندې په سپوږمکیزو انځورونو کې د یوې کروندې موجودیت، د حاصل تر ټولولو پورې د هغې د پاتې کېدو معنا نه لري او باید د تولید د محاسبې بنسټ ونه ګرځول شي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دغه معینیت د جغرافیایي معلوماتو او ساحوي راپورونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې کښت ترسره شوی و، له ۲۶ زره هکټاره زیاته ځمکه د نشه‌يي توکو له تولیدوونکو بوټو څخه پاکه شوې او دغه عملیات د پام وړ مالي او انساني لګښتونو په ګاللو او په سختو ساحوي شرایطو کې ترسره شوي دي.

قانع زیاتوي: «له همدې امله، هره ارزونه چې دغه اقدامات او پایلې یې په خپلو محاسبو کې په پام کې ونه نیسي، نیمګړې، د نه باور وړ او غیرمنصفانه ده.»

هغه وایي چې د یواېن‌او‌ډي‌سي په راپور کې د شاوخوا ۴۳٬۳۰۰ هکټاره کوکنارو د کښت او نږدې ۱٬۵۰۰ مټریک ټنه تریاکو د تولید اټکل، د دغه معینیت له ارزونو سره بنسټیز توپیر لري.

هغه د ساحوي معلوماتو له مخې زیاتوي چې په روان کال کې د نشه‌يي توکو د تولیدوونکو بوټو د کښت پېژندل شوې ساحه شاوخوا ۲۶ زره هکټاره وه چې حاصل ته تر رسېدو وړاندې پرې د محوې عمليات ترسره شوي او د معینیت د ارزونو له مخې، له دغو عملیاتو وروسته د پاتې کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

قانع وایی: «له همدې امله، یواېن‌او‌ډي‌سي باید د خپلو معلوماتو سرچینې، د سپوږمکۍ د انځورونو نېټې، د کروندو جغرافیایي مختصات، د کښت او تولید د محاسبې تګلاره، د اټکلونو د احتمالي تېروتنې حدود او دا چې د کروندو د له منځه وړلو رسمي شمېرې یې په وروستیو محاسبو کې څنګه په پام کې نیولې دي، په روښانه توګه وړاندې کړي. د شته توپیر د تشریح او د ناسمو معلوماتو د اصلاح مسوولیت د راپور د خپروونکي بنسټ پر غاړه دی.»

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کوي چې د یوه بنسټ نړۍوال دریځ د معتبرو شواهدو او علمي تګلارې ځای نه شي نیولای او د مسوولـو مراجعو د شواهدو له څېړلو پرته، د اختلافي اټکلونو د قطعي واقعیت په توګه وړاندې کول د کره او مسئولانه راپور ورکولو له اصولو سره سمون نه لري.

قانع وایي: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو هڅې او د افغانستان د خلکو همکاري باید د نیمګړو او یو اړخیزو ارزونو له امله له پامه ونه غورځول شي. نړۍوال تخصصي راپورونه باید د سیاسي ملاحظاتو له هر ډول اغېز څخه خوندي وي او ساحوي واقعیتونه په بې‌طرفه او منصفانه توګه منعکس کړي. د تخنیکي ارزونو سیاسي کېدل او د ساحوي شواهدو له پامه غورځول د نړۍوالو راپورونو اعتبار او بې‌طرفي تر پوښتنې لاندې راولي. د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې عملي لاسته‌راوړنې باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي، بلکې د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا او د دوامدارو حل‌لارو د ملاتړ بنسټ وګرځي.»

د ده په وینا، د نشه‌يي توکو پر وړاندې دوامداره مبارزه، د قانون پلي کولو ترڅنګ د بزګرانو ملاتړ، د بدیل معیشت پراختیا، د مشروع کرنې وده او د روږدو کسانو درملنه غواړي او نړۍوال بنسټونه باید د کره ارزونو او عملي همکاریو له لارې د دغو هڅو ملاتړ وکړي او د خپرو شوو معلوماتو د کره‌والي په اړه ځواب‌ویونکي واوسي.

دی زیاتوي چې له همدې امله، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یواېن‌او‌ډي‌سي د راپور شمېرې او پایلې له رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې بولي او ردوي یې او دغه معینیت له یاد دفتره غواړي چې د شمېرو د توپیر لاملونه په مستند ډول روښانه کړي او د کروندو د له منځه وړلو معلوماتو او ساحوي واقعیتونو ته په پام پر خپل راپور بیاکتنه وکړي او اصلاح یې کړي.