منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۴ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار سوداګریز پلاوي د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره لیدلي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د کندهار ولایت سوداګریز پلاوي د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس او مدیره پلاوي له غړو سره لیدلي دي.

د افغانستان – ایران سوداګرۍ خونې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا، د ترانزیټي ستونزو د هواري، د موټرچلوونکو د ویزو د ستونزو او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا او اسانتیا اړوند موضوعات، د بندرونو او سرحدي لارو د اسانتیاوو زیاتول، د اسعارو د مکلفیتونو د تصفیې برخه کې د ستونزو هواری، موټرو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې ستونزو ته رسېدنه او د ایران په خاوره کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوې وڅېړل شوې.

سرچینې زیاته کړې چې د ګډې پانګونې د فرصتونو پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او صنعت‌کارانو ترمنځ همکاري هم د دې لیدنې له نورو بحث شوو موضوعاتو څخه وو.

د خبرپاڼې له مخې، د یادې خونې رییس کمال‌الدین توحید په دې لیدنه کې د کندهار ولایت او د افغانستان د نورو اقتصادي برخو د پانګونې وړتیاوې او فرصتونه معرفي کړي او د ایراني سوداګرو او پانګه‌والو د پانګونې راجلبولو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د اعلان شوو پانګونو فرصتونو ته په اشاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیدنې په پای کې دواړو لورو د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب، د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د سوداګریزو خنډونو لرې کولو، اقتصادي راکړو ورکړو د اسانتیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.