منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.و
۸°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د کابل د برېښنا د پرچاویو د کمولو په موخه د تره‌خېلو حرارتي دستګاه فعاله شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک)- د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ژمي په موسم کې د کابل ښار د برېښنا د پرچاویو د زیاتوالي مخنیوي او د برېښنا د عرضې د ښه‌والي په موخه یې د تره‌خېلو حرارتي دستګاه د ۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید په ظرفیت فعاله او له عمومي شبکې سره ونښلوله.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دغه شرکت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادې دستګاه فعالېدل به د برېښنا موجود ظرفیت لوړ، د عرضې او تقاضا ترمنځ تعادل رامنځته او د کابل ښار د برېښنا پرچاوي راکمه کړي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان برېښنا شرکت هڅه کوي چې د برېښنا له شته تولیدي او وارداتي سرچینو څخه په اغېزمنې استفادې سره د برېښنا د عرضې وضعیت ښه او په دې برخه کې شته ستونزې راکمې کړي.