منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۲ غ.و
۹°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن پر الحدیده بندر برید کړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) –  د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف اعلان کړی چې د یمن په الحدیده بندر کې یې د حوثیانو اړوند اهداف پهنښه کړي او د دغه هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې یې هم عملیات روان دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د یاد ایتلاف ویاند ترکي المالکي نن (جمعه) ویلي چې د الحدیده په بندر کې یې هغهامکانات په نښه کړي چې د دوی په ادعا حوثیانو د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره کارول.

هغه زیاته کړې چې د یمن په صنعا، صعده او تعز ولایتونو کې هم پوځي عملیات روان دي.

تر دې مخکې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د الحدیده بندر له ملکي وګړو غوښتي وو چې د خپل خوندیتوب لپاره له سیمې ووځي.

بلخوا، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ګواښ کړی و چې که پر الحدیده بندر برید وشي، د سعودي عربستان د جدې بندر او د سرهسمندرګي پر غاړه د دغه هېواد نور بندرونه به په نښه کړي.

الحدیده د یمن له مهمو بندرونو څخه دی چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د خوراکي توکو، تېلو او بشري مرستو د لېږد مهمه لارګڼل کېږي.

تر اوسه د تازه برید د احتمالي مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.