کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د دغه سازمان د نوي سرمنشي پر ټاکلو تر اوسه هوکړې ته نه ده رسېدلې او د روانو اختلافونو له امله ښايي چې د انتونیو ګوترېش د کار موده د نوي سرمنشي تر ټاکل کېدو پورې وغځول شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ګوترېش کاري دوره د روان کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي، خو د هغه د ځایناستي پر ټاکلو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
راپور زیاتوي چې د امنیت شورا تر دې دمه د سرمنشي د ټاکلو لپاره اته ځله پټې رایې اچولې، خو پنځو دایمي غړو یې پر یوه نوماند توافق نه دی کړی. تمه ده چې شورا په روانه اونۍ کې یو ځل بیا پټه رایهاچونه وکړي.
د راپور له مخې، د کوسټاریکا نومانده ربکا ګرینسپن د دې څوکۍ لپاره له مخکښو نوماندانو څخه ده؛ خو د متحده عربي اماراتو نومانده لانا نسیبه هم د سیالۍ په ډګر کې ده. نوموړې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د ملاتړ په تړاو له تورونو سره مخ ده، خو امارات دغه تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د سرمنشي د کاري دورې تر پای ته رسېدو وروسته د مشرتابه د تشې د ډکولو لپاره کوم څرګند میکانیزم نه دی ټاکل شوی او تر اوسه داسې نه ده شوې چې د دغه سازمان د سرمنشي دوره دې پای ته ورسېږي، خو ځایناستی یې نه وي ټاکل شوی.
په راپور کې راغلي چې په داسې حالت کې دوه احتمالي لارې شته: یا به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو سرپرست وټاکي او یا به د ګوترېش کاري دوره د نوي سرمنشي تر ټاکل کېدو پورې وغځوي.
د سرمنشي د ټاکلو په بهیر کې د امنیت شورا غړي په پټو رایو کې د نوماندانو په اړه د «ملاتړ»، «مخالفت» او «بېدریځه پاتې کېدل» انتخابونه کوي. د یوه نوماند د معرفي کېدو لپاره لږ تر لږه د شورا د نهو غړو ملاتړ او د پنځو دایمي غړو له لوري د ویټو نه کارول اړین دي.
د رویټرز د راپور له مخې، که د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نوی سرمنشي نه وي ټاکل شوی، د ملګرو ملتونو ورځني فعالیتونه به ښايي دوام وکړي؛ خو د لوړو بستونو ګومارنې او د بودجې اړوند مهمې پرېکړې به له خنډ سره مخ شي.










