کابل (پژواک) – د چین دولتي شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین، امریکا او روسیې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اټومي جګړې پر مخنیوي، د نړۍوال امنیت پر ټینګښت او د ملګرو ملتونو پر اصلاحاتو ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې د اټومي خطرونو کمولو او د اټومي وسلو خپرېدو د مخنیوي په اړه به خبرې اترې وکړي.
د چین دولتي شینهوا خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر شي جینپینګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین په شېنژېن ښار کې سره وکتل او د نړۍوال وضعیت په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
د راپور له مخې، د امریکا او روسیې مشرانو د دې تاریخي غونډې د کوربهتوب له امله له چین څخه مننه کړې او درېیو واړو مشرانو د ستراتيژیک ثبات او نړۍوال امنیت ساتلو ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.
د یاد اژانس له خوا په دې اړه په خپره شوې څلور مادهییزه ګډه اعلامیه کې راغلي چې چین، امریکا او روسیه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه به د دغه سازمان د اصلاحاتو لپاره هڅې کوي، څو نړۍوالو ننګونو ته اغېزناک ځواب ووایي او د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتنې خپل اساسي مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د اعلامیې له مخې، درې واړه هېوادونه پلان لري چې د نړۍ د هېوادونو په ګټه د تصفیه شوو نفتي محصولاتو تولید او عرضه زیاته کړي. هغوی دغه راز د انرژۍ د باثباته او پرلهپسې رسولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې د دولتونو د رضایت اصل او د دولتي چارواکو حقوقي مصونیت ته درناوی مهم بلل شوی او درې واړو مشرانو ټینګار کړی چې نړۍواله جزایي محکمه او ورته نور بنسټونه باید له خپلو قضایي صلاحیتونو ناوړه ګټه وانه خلي.
د اعلامیې په وروستۍ ماده کې راغلي چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او باید هيڅکله رامنځته نه شي.
درې واړو هېوادونو هوکړه کړې چې د اټومي خطرونو کمولو او د اټومي وسلو خپرېدو د مخنیوي په اړه به خبرې اترې وکړي.











