کابل (پژواک) – د چین ولسمشر شي جینپینګ د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپېک) غونډه کې د ازادې او پرانیستې سوداګرۍ پر ملاتړ ټینګار کړی او د سوداګرۍ د ملاتړپالو سیاستونو او د هېوادونو د یو اړخیزو اقداماتو پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه کړې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، شي جینپینګ نن (چهارشنبه، د نومبر ۱۸مه) د چین په شېنژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې ویلي، د دې سیمې هېوادونه باید د اقتصادي ثبات ساتلو لپاره ازاده سوداګري پراخه او د عادلانه ودې زمینه برابره کړي.
هغه په نړۍ کې د یو اړخیزپالنې او د سوداګرۍ د ملاتړپالو سیاستونو د زیاتېدو په اړه د نیوکې ترڅنګ ټینګار کړی چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ ولاړ څو اړخیز سوداګریز نظام باید وساتل شي.
د چین ولسمشر ویلي: «موږ باید د هغو قوانینو پر بنسټ ولاړ څو اړخیز سوداګریز نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړو چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان یې په مرکز کې دی، ازاده سوداګري او پانګونه پراخه کړو او د نړیوالو تولیدي او اکمالاتي ځنځیرونو ثبات او منظم فعالیت وساتو.»
هغه زیاته کړې، چین هڅه کوي چې د نړۍوالو شرکتونو لپاره لا باثباته، د وړاندوینې وړ او ګټور چاپېریال برابر کړي او د دغه هېواد تولیدي او خدماتي برخو ته د دوی لاسرسی نور هم پراخ کړي.
شي جینپینګ دغهراز ویلي، هېواد به یې د ګمرکي تعرفو کمولو، بازارونو ته د لاسرسي زیاتولو او د مقرراتو د اصلاح له لارې ژور اقتصادي اصلاحات تعقیب کړي.
د هغه په وینا، چین د خپلې اقتصادي پراختیا ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د ودې او پرمختګ فرصتونه هم شریک کړي او د نړۍوالو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کړې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د خپلو یو شمېر متحدینو او اقتصادي سیالانو پر وارداتو نوې ګمرکي تعرفې لګولې او د چین لاسرسی یې د امریکا پرمختللو ټکنالوجیو، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې کارېدونکو چیپونو ته محدود کړی دی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې شي جینپینګ د اپېک غونډې په څنډه کې له ډونالډ ټرمپ سره وګوري او له هغه وروسته به د چین، امریکا او روسیې د مشرانو درېاړخیزه غونډه هم جوړه شي.
په همدې حال کې، د «اسیا ګروپ» مشورتي شرکت یوه مسوول جورج چن ویلي، د چین د ولسمشر څرګندونې ښيي چې بیجینګ هڅه کوي ځان د نړۍوالې سوداګرۍ او ټکنالوجۍ د پراختیا برخه کې د یوه باوري شریک په توګه معرفي کړي.









