کابل (پژواک) – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اېپېک) په سرمشریزه کې د ګډون او د امریکا او چین له ولسمشرانو سره د درېاړخیزو خبرو لپاره د چین شنژن ښار ته رسېدلی دی.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پوتین لېږدوونکې الوتکه د هغه د دوه ورځني کاري سفر په ترڅ کې د سېشنبې په ورځ د شنژن ښار په بائوآن نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوې او ټاکل شوې چې پوتین د چهارشنبې په ورځ د «اېپېک» په سوداګریز فورم کې هم وینا وکړي.
د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، د پوتین، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ به د «اېپېک» غونډې په څنډه کې د لومړي ځل لپاره درېاړخیزې خبرې وشي.
هغه دغه لیدنه له سمبولیک پلوه مهمه بللې او ویلي یې دي چې درې واړه هېوادونه د ګټورو او هر اړخیزو خبرو لپاره چمتو دي.
د راپور له مخې، پوتین به د «اېپېک» غونډې په څنډه کې له شي جینپینګ سره هم جلا لیدنه وکړي او د اوکراین د وضعیت په ګډون به پر دوهاړخیزو او نړۍوالو موضوعاتو خبرې وکړي. همدارنګه، له ټرمپ سره یې د جلا لیدنې احتمال هم شته.










