منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ټرمپ اداره د بهرنیو ماهرو کارکوونکو پر دایمي استوګنه محدودیتونه زیاتوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د کار وزارت یوه نوې طرحې وړاندې کړی چې له مخې به یې د بهرنیو ماهرو کارکوونکو لپاره د «ګرین‌کارټ» یا دایمي استوګنې ترلاسه کول سخت شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې طرحې له مخې به امریکايي شرکتونه اړ وي چې د بهرنیو کارکوونکو له ګومارلو مخکې د دغه هېواد د وړ او وزګاره کارکوونکو د استخدام لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او ثابته کړي چې د بهرنیو کارکوونکو ګومارل به د امریکایانو پر کاري فرصتونو، معاشونو او کاري شرایطو منفي اغېز ونه کړي.

د طرحې له مخې، دغه شرط به پر هغو مسلکونو هم عملي شي چې مخکې د کاري ځواک د کمښت له امله ترې مستثنا وو؛ لکه مسلکي نرسان او هغه ساینسپوهان چې ځانګړې وړتیاوې لري. همدارنګه، هغه امریکايي شرکتونه به د بهرنیو کارکوونکو لپاره د دایمي اقامت غوښتنه نه شي کولای چې په ورته دندو کې یې په تېرو دوو کلونو کې امریکايي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وي.

د راپور له مخې، د «پی‌ای‌آر‌اېم» (PERM) په نوم د دایمي کاري تصدیق پروګرام له لارې بهرني کارکوونکي له لنډمهالو کاري وېزو څخه د امریکا د دایمي استوګنې ترلاسه کولو ته لاره مومي. د امریکا حکومت د روان کال په اکتوبر کې هم د ټکنالوژۍ ځینو لویو شرکتونو کې د دغه پروګرام د کارولو مخه نیولې وه.

ټاکل شوې دغه وړاندیز د امریکا په فدرالي رسمي جریده کې خپور شي او له خپرېدو وروسته به د خلکو او اړوندو ادارو د نظرونو لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړل شي؛ له دې وروسته به د هغه د عملي کېدو په اړه پرېکړه کېږي.