منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د یمن حوثیانو ۶۰۰ جنګي بندیان خوشي کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
None
صنعا کې د حوثیانو له لوري د بندیانو د خوشې کېدو مراسم. (انځور: فرانس پرېس خبري اژانس)

کابل (پژواک) –  د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ویلي چې د یمن حوثیانو د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې ۶۰۰ جنګي بندیان په یو اړخیز اقدام کې خوشي کړي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، سره صلیب نړۍوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې استازو یې د بندیانو تر خوشې کېدو مخکې له هغوی سره جلا مرکې کړې او د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره یې مرستې برابرې کړې دي.

د یادې کمېټې په وینا، دغه بهیر د حوثیانو د بندیانو چارو ملي کمېټې پیل کړی او د ۲۰۱۸ کال د سټاکهولم هوکړې برخه نه ده. سره صلیب ټینګار کړی چې د خوشې کېدونکو کسانو په ټاکلو او د هغوی په شمېر کې یې هېڅ ونډه نه درلوده.

د حوثیانو د بندیانو چارو ملي کمېټې مشر عبدالقدیر المرتضی د ۶۰۰ بندیانو خوشې کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې سره د یمن د جګړې له پیله د دغې ډلې له خوا په یو اړخیز ډول د خوشې شویو بندیانو شمېر ۲۶۱۲ ته رسېدلی دی.

د یمن حکومت تر اوسه د دغو بندیانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کورنۍ جګړې ډګر دی؛ هغه مهال حوثیانو پلازمېنه صنعا او یو شمېر نورې سیمې ونیولې. په ۲۰۱۸ کال کې د یمن حکومت او حوثیانو د سټاکهولم هوکړې له مخې د بندیانو پر تبادلې موافقه کړې وه.