منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

روسیه کې د اوکراین برید؛ مور، پلار او لور یې ژوند له لاسه ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – روسي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په بلګورود سیمه کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړو، مور، پلار او لور یې ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

الجزیرې نن (شنبه) د روسي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه برید له اوکراین سره پولې ته نږدې د بلګورود سیمې په پرولتارسکي ښارګوټي کې پر یوه استوګنیز کور شوی دی.

د راپور له مخې، د بې‌پیلوټه الوتکي د برید له امله په کور کې اور لګېدلی چې په پایله کې یې مور، پلار او لور یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلګورود سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې په برید کې یو استوګنیز کور ویجاړ شوی، بل کور زیانمن شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې په اوږدو کې یې د اوکراین ۲۹ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

بلګورود د روسیې په لوېدیځ کې له اوکراین سره پر پوله پرته سیمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې څو ځله د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب د سولې هڅې روانې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونه لا هم دوام لري.