کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوسته موټربم برید شوی چې له امله يې د پاکستان د درېيو سرحدي پوليسو په ګډون يو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه برید د پنجشنبې په ماښام (د نومبر ۱۲مه) د مستونګ ولسوالۍ په کندهوا سیمه کې د ملي لویې لارې N-25 پر غاړه د سرحدي پوليسو پر پوستې شوی دی.
ډان ورځپاڼې د بلوچستان د پولیسو له قوله ویلي چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته له پوستې سره چاودنه ورکړې چې له امله یې نږدې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی دی.
سرچينه کاږي چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور کسان ټپیان شوي چې درې یې د سرحدي ځواکونو سرتېري دي.
ورځپاڼه وايي چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، عرب نیوز راپور ورکړی چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د دغه برید مسوولیت منلی دی؛ خو د پاکستان پولیسو بریدګر د «فتنهالهندوستان» په نوم یاد کړي دي.









