منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۸ غ.م
۱۵°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

اسلام‌اباد کې د مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر صادر کړی دی.

جیو نیوز نن راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې دغه امر وروسته له هغه صادر کړی چې د امان‌الله په نوم د یاد کور د مالک پاکستانۍ پېژندپاڼه لغوه شوې ده.

د یادې ادارې د حکم له مخې، پاکستاني دولتي ادارو امان‌الله بهرنی وګړی پېژندلی دی.

د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې ویلي، د نومبر په ۲۶مه یې امان‌الله ته خبرتیا ورکړې وه چې دغې ادارې ته حاضر شي، خو نوموړی حاضر نه شو چې له امله یې د یاد کور تخصیص لغوه شوی دی.

دغه امر داسې مهال صادر شوی چې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت او جمعیت علمای اسلام ګوند ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او د دغه ګوند پلویانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه پیل کړي دي.