منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۹ غ.م
۱۴°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

کابلوف په نږدې راتلونکي کې روسیې ته د افغان پلاوو د احتمالي سفرونو خبر ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که کابل او مسکو هوکړې ته ورسېږي، ښايي په نږدې راتلونکي کې افغان پلاوي روسیې ته سفرونه وکړي.

د روسیې ټاس خبري اژانس نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې کابلوف دغه څرګندونې له یاد خبري اژانس سره په خبرو کې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک د سفر د پایلو په اړه کړې دي.

کابلوف روسیې ته د افغان پلاوو د احتمالي سفرونو په اړه ویلي: «هو، ښايي دا ډول سفرونه ترسره شي؛ دا موضوع د دواړو لورو په هوکړې پورې تړلې ده.»

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي څرګنده کړې چې د دغو احتمالي سفرونو موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې مشخصو هوکړو ته رسېدل او د قراردادونو لاسلیکول وي.

هغه د دغو سفرونو د ترسره کېدو د کره نېټې په اړه جزئیات نه دي ورکړي او اسلامي امارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د روان کال د لړم په ۲۱مه د دغه هېواد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و چې په ترڅ کې یې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ خونو او یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه‌لیکونه د درملو، انرژۍ، غنمو، اوړو، غوړیو، غیرالکولي څښاکونو، تازه مېوو او نورو توکو د وارداتو او صادراتو په برخو کې لاسلیک شوي وو.