منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۱ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

منصور: اوچا دې د خلکو اړتیاوو ته په پام پروژې پلې کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له مشرې ایمي مارټین سره په لیدنه کې له دغه دفتره غوښتي چې د خلکو اساسي اړتیاوو ته په پام پروژې پلې کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې منصور په دې لیدنه کې د اوچا له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو ستونزو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او په هغو سیمو کې پروژې پلې شي چې خلک یې د سړکونو، څښاک اوبو او نورو اساسي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پروژو پلې کېدو پر مهال باید د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو مرستې په اغېزناک ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.

ورته مهال، د اوچا مشرې ایمي مارټین د دغه دفتر د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د یاد وزارت په همغږۍ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې پلي کوي.

هغې زیاته کړې چې کلیوالي سیمې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اوچا هڅه کوي چې د دغو ستونزو د هواري او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اغېزناکې پروژې پلې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د همکاریو پر پراختیا او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.