شبرغان (پژواک) – جوزجان په ولایت کې یوې متشبثې وحیدې رحماني د ۱۵۰ زره افغانیو په پانګونه د غواګانو فارم جوړ کړی او لسو نورو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده؛ د دغه فارم یو شمېر کارکوونکې وايي، که څه هم لږ معاش ترلاسه کوي، خو له دې لارې کولای شي د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
وحیدې رحماني چې د شبرغان ښار د التيخواجه کلي اوسېدونکې ده، پژواک ته وویل چې دغه فارم یې دوه کاله مخکې په شخصي پانګونه جوړ کړی او اوس اووه غواوې لري چې هره ورځ شاوخوا ۸۰ کیلوګرامه شیدې تولیدوي. هغې زیاته کړه چې په دغه فارم کې یې لسو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې چې د غواوو ساتنې، شیدو لوشلو او لبنیاتو چمتو کولو برخو کې کار کوي.
د نوموړې په خبره، د تولیدېدونکو شیدو له پلور څخه هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کوي.
هغې وویل چې ډېری عواید یې د شیدو له پلوره ترلاسه کېږي؛ له څو شرکتونو سره یې د شیدو د پلور قراردادونه کړي او د یوه کیلوګرام شیدو بیه ۲۵ افغانۍ ده.
رحماني چې د خپل فعالیت د پراختیا لپاره د ملي او نړۍوالو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي، وویل چې تر اوسه یې د دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو له لوري هيڅ ډول مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې.
هغې زیاته کړه چې په خپلو محدودو امکاناتو یې دغه اقتصادي فعالیت پیل کړی، خو د فارم د پراختیا او د تولید د کچې لوړولو لپاره مالي ملاتړ او د اړوندو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړې له دولتي ادارو او مؤسسو غواړي چې د ښځینه متشبثینو ملاتړ وکړي، څو د امکاناتو په برابرولو او لا ډېرو پانګونو له لارې وکولای شي خپل فارم پراخ او ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هغې په وینا، د مالدارۍ او لبنیاتو د تولید برخه کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ نه یوازې د کار فرصتونه رامنځته کولای شي، بلکې د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې هم مهم رول لرلای شي.
د فارم کارکوونکې
۴۰ کلنه زهرا، چې د شبرغان ښار د التيخواجه کلي اوسېدونکې او د شپږو اولادونو مور ده، د دغه فارم له کارکوونکو څخه ده. هغه چې له بېسرپرسته کېدو وروسته یې په دغه فارم کې کار پیل کړی، له دې لارې د خپل ځان او اولادونو د ژوند د اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.
زهرا وویل چې مېړه یې څو کاله مخکې مړ شوی او له هغه وروسته د خپلې کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ راوړونکې ده.
هغې پژواک ته وویل چې د خپل کار په بدل کې هره میاشت دوه زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي او له دغه فارمه خپل کور ته د اړتیا وړ شیدې او مستې هم وړي.
هغې زیاته کړه چې دلته په کار کولو خوشحاله ده او د کار په دوام سره کولای شي د خپلو اولادونو د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. نوموړې له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ښځو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو په برابرولو سره د هغوی د عاید زیاتولو او د اولادونو د ښه پالنې زمینه برابره کړي.
د دغه فارم بله کارکوونکې، ۲۰ کلنه نجلا چې دا هم د شبرغان ښار د التيخواجه کلي اوسېدونکې ده، وویل چې د کاري فرصتونو نشتوالي له امله څه موده بېکاره وه، خو اوس یې په دغه فارم کې د کار له لارې د ځان او د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو یوه برخه پوره کړې ده.
هغې زیاته کړه چې د خپل کار په بدل کې هره میاشت دوه زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي او هڅه کوي چې له همدغه لږ عاید څخه د خپلې کورنۍ په لګښتونو کې ونډه واخلي.
نجلا وايي: «له دې کار مخکې مې د کار کولو بل فرصت نه درلود، هر ځای راته تړلی و؛ له همدې امله دې فارم ته راغلم، اوس دلته کار کوم؛ خوښه یم چې کار کوم، له خپلې کورنۍ سره مرسته کوم او د کار له لارې د خپل ژوند د اړتیاوو یوه برخه پوره کوم.»
د هغې په وینا، بېکاري او په کور کې پاتې کېدو یې پر روحي او رواني وضعیت هم منفي اغېز کړی و، خو په فارم کې د کار له پیلولو وروسته احساسوي چې ورځنی مصروفیت او کاري چاپېریال یې د روحیې په ښه کېدو او رواني فشارونو په کمېدو کې مرسته کړې ده.
شاهګل، چې د دغه فارم بله کارکوونکې او د التيخواجه کلي اوسېدونکې ده، وايي چې شاوخوا اته میاشتې کېږي په دغه فارم کې کار کوي او له همدغه کاري فرصت څخه په ګټې اخیستنې د خپلې کورنۍ د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروي.
نوموړې چې د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د اوو اولادونو مور ده، وویل چې د مېړه د ناروغۍ او د کار کولو د ناتوانۍ له امله د کورنۍ د ډېرو اړتیاوو پوره کول د دې او مشر زوی پر غاړه دي.
هغې زیاته کړه چې د دغه کار له موندلو مخکې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وه، خو اوس په دغه فارم کې د کار له لارې، که څه هم لږ معاش ترلاسه کوي، کولای شي د خپلې کورنۍ د ورځنیو لګښتونو یوه برخه پوره کړي.
شاهګل وايي: «اته میاشتې کېږي چې په دغه فارم کې کار کوم؛ له کله چې دلته راغلې یم، ډېره خوښه یم؛ ځکه ځان ته مې د کار زمینه برابره کړې او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوم، زه اووه اولادونه لرم او د کورنۍ سرپرستي زما پر غاړه ده. مېړه مې ناروغ دی او د کار کولو توان نه لري؛ له همدې امله د کورنۍ ټول لګښتونه زه او مشر زوی مې برابروو.»
د هغې په وینا، له اقتصادي ستونزو سره سره، د دندې په لرلو او کاري چاپېریال کې په بوختیا خوښه ده او هیله لري چې د دغه ډول فارمونو فعالیتونه پراخ شي، څو اړمنې ښځې هم له ورته فرصتونو ګټه واخلي.
نجلا او شاهګل هم له حکومت، دولتي ادارو او مؤسسو غواړي چې د ښځینه متشبثینو ملاتړ وکړي او د دغه ډول فعالیتونو په رامنځته کولو او پراختیا سره بېکاره نجونو او ښځو ته د کار لا ډېر فرصتونه برابر کړي، څو هغوی هم د کار او هڅو له لارې د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي.
جوزجان کې له ۵۰۰ ډېرې ښځې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې کار کوي
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر سمیعالله حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې د مالدارۍ اووه فارمونه، د چرګانو شاوخوا ۳۰۰ فارمونه او د کبانو روزنې فارمونه فعالیت لري او ښځې هم د دغه سکټور په بېلابېلو برخو کې مهم رول لري.
ډاکټر سمیعالله حکیمي وویل چې د دغه ولایت د مالدارۍ له اوو فعالو فارمونو یو یې په خماب ولسوالۍ او شپږ نور یې په مرکز شبرغان کې فعالیت کوي.
د نوموړي په وینا، ښځې د مالدارۍ، چرګانو روزنې او د ورېښمو چینجیو روزنې برخو کې کار کوي او په ځینو دغو فعالیتونو کې د کاري ځواک ډېره برخه ښځې جوړوي.
حکیمي وویل: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مؤسسو سره په همکارۍ هڅه کړې چې د خپل توان تر کچې د مالدارۍ برخه کې او د ښځو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره همکاري وکړي او هغوی ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.»
هغه وايي چې اوسمهال د جوزجان ولایت د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې تر ۵۰۰ ډېرې ښځې په کار او فعالیت بوختې دي.










