کابل (پژواک) – د ایټالیا د پولیسو پخواني مشر جیاني ديجنارو چې په ۱۹۹۲ کال کې د مافیا پر وړاندې د مبارزې د یوه وتلي قاضي د وژنې په اړه د نویو تحقیقاتو د مخنیوي د هڅې په تور تر څېړنو لاندې و، ځانوژنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ديجنارو د شنبې په ورځ د ایټالیا په توسکاني سیمه کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د ګروستو سیمې څارنوالانو په دې اړه چې هغه چا ځانوژنې ته هڅولی، خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د راپور له مخې، څارنوالانو د ديجنارو تر مړینې یې یوه اونۍ مخکې د هغه د کورني بند غوښتنه کړې وه. نوموړی د هغو ادعاوو په تړاو تر څېړنې لاندې و چې ګواکې په ۱۹۹۲ کال کې یې د پالرمو ښار د موټر بم چاودنې په اړه د نویو تحقیقاتو د مخنیوي هڅې کړې وې. په دې چاودنه کې د مافیا ضد قاضي پائولو بورسلینو د پولیسو له پنځو ساتونکو سره وژل شوي وو.
د ديجنارو وکیل فرانچسکو برتورتا ویلي چې د دغو نویو تحقیقاتو خبر نوموړی سخت اغېزمن کړی و. د هغه په وینا، ديجنارو د هغو تورونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع کوله چې ناعادلانه او سپکاوي ډک یې ګڼل. نوموړي د ځان پر وړاندې لګېدلي تورونه رد کړي وو.
د بورسلینو د وژنې قضیه د ایټالیا د معاصر تاریخ له لانجمنو پېښو څخه ده. په دې قضیه کې ځینې کسان چې پولیسو شکمن پېژندلي وو، وروسته بېګناه ثابت شول او په ورپسې تحقیقاتو کې د دروغجنو اعترافونو د اخیستو ادعاوې هم وڅېړل شوې. د بورسلینو زوی د ديجنارو د مړینې په غبرګون کې ویلي چې ښايي د حقیقت یوه بله برخه هم له هغه سره له منځه تللې وي.
د ديجنارو مړینې د ایټالیا د سیاسي مشرانو غبرګونونه هم راپارولي دي؛ لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د لومړي وزیر مرستیال انتونیو تایاني ویلي چې عدالت باید په محکمو کې پلی شي، نه د رسنیو له لارې.
ديجنارو له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۷ کال پورې د ایټالیا د ملي پولیسو مشر و او د مافیا پر وړاندې یې په مبارزه کې مهم رول درلود. هغه وروسته د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د همغږۍ د برخې مشري هم کړې وه او له ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۰ کال پورې یې د هوايي او دفاعي صنعت د دولتي شرکت «فینمېکانیکا» مشري پر غاړه درلوده.









