کابل (پژواک) – د مکسیکو دفاع وزارت وایي، د امریکا د استخباراتي ادارو په همکارۍ یې د نشهیي توکو د قاچاق د یوې سترې شبکې تورن مشر نیولی چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېفبيای) د لسو تر ټولو مطلوبو کسانو په نوملړ کې و او د نیولو لپاره یې پنځه میلیون ډالر انعام اعلان شوی و.
د سياېناېن د راپور او د مکسیکو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، فاوستو ایسیدرو مېزا فلورېس، چې په «اېل چاپو ایسیدرو» مشهور دی، تېره ورځ (جمعه) د مکسیکو د سینالوا ایالت په ګواسابه سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
د مکسیکو دفاع وزارت ویلي چې دغه عملیات د مکسیکو او امریکا د استخباراتي ادارو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې او همغږۍ په پایله کې ترسره شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د مکسیکو د پوځ او ملي ګارډ ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د یادې ډلې دوه نور غړي هم نیولي چې یو یې د ډلې مرستیال او بل یې د مالي چارو مسوول بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د نیونې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښتې شوي او په ځینو سیمو کې د موټرو د سوځولو او لارو تړلو پېښې هم رامنځته شوې دي.
د مکسیکو د دفاع وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال له وسلهوال مقاومت سره مخ شوي او له نیونې وروسته یې په یو شمېر سیمو کې د لارو د بېرته پرانیستلو او امنیت د ټینګښت لپاره اقدامات کړي دي.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د معلوماتو له مخې، مېزا فلورېس د «مېزا فلورېس» په نوم د یوې نړیوالې جنايي شبکې په مشرۍ تورن دی چې د کوکاین، هیروئینو، مېتامفتامین، فنتانیل او چرسو د قاچاق او امریکا ته د لېږد په فعالیتونو کې ښکېله بلل کېږي.
د امریکا عدلي چارواکو پر نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم د نشهیي توکو د قاچاق او له وسلو سره د تړلو جرمونو تورونه لګولي وو.
نوموړی د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د اېفبيای د لسو تر ټولو مطلوبو کسانو په نوملړ کې شامل شوی و.










