کابل (پژواک) – د سینیګال چارواکي وایي، د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې د لږ تر لږه ۵۰ کډوالو لېږدوونکې کښتۍ چپه شوې چې تر اوسه د څلورو کسانو مړي موندل شوي او د ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه د سینیګال د پلازمېنې ډاکار سوېل ته د «ین» ساحلي ښارګوټي ته څېرمه رامنځته شوې او اندېښنې شته چې د قربانیانو شمېر به لوړ شي.
د «بېسرحده افقونو» په نوم د یوې غیرانتفاعي موسسې مشر بوبکر سي د پنجشنبې په ورځ تایید کړې چې په دې پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یوه ځایي چارواکي په وینا، په کښتۍ کې لږ تر لږه ۵۰ کسان سپاره وو. کښتۍ هغه مهال له یوې ډبرې سره ټکر شوې او چپه شوې چې کډوال له کوچنیو کبنیونکو کښتیو څخه یوې لویې لرګینې کښتۍ ته لېږدول کېدل.
د راپور له مخې، تر اوسه په دې پېښه کې د ورکو شوو کسانو کره شمېر نه دی معلوم شوی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له لوېدیځې افریقا څخه د اتلانتیک سمندر له لارې د هسپانیې کاناري ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره د کډوالو هڅې زیاتې شوې دي.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د نومبر تر ۱۵مې پورې ۲۴ زره او ۳۶۴ کډوال کاناري ټاپوګانو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر ۱۴ زره او ۶۹۰ کسان و.
دغه شمېرې ښيي چې کاناري ټاپوګانو ته د کډوالو په ورتګ کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله نږدې دوه پر درېیمه برخه زیاتوالی راغلی دی.










