کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په اندونیزیا کې د تېلو په یوه چاڼځای کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو وزارت نن (پنجشنبه) ویلي چې چاودنه د دغه وزارت تر کنټرول لاندې د تېلو د یوه چاڼځای په یوه زېرمتون کې شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، چاودنه هغه مهال شوې چې د ترمیم او ساتنې د چارو ترسره کولو لپاره د چاڼځای فعالیت درول شوی و.
سرچینې زیاته کړې چې په دې چاودنه کې یو کارګر ټپي شوی و، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو وزارت ویلي چې د چاودنې له امله رامنځته شوی اور مهار شوی او اوروژونکو د دې لپاره چې اور بېرته ونه لګېږي، د سیمې د یخولو عملیات ترسره کړي دي.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د چاودنې د لامل معلومولو لپاره به څېړنې پیل کړي.










