منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.م
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

چین او کاناډا د ځینو توکو د ګمرکي تعرفو پر کمولو هوکړه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – چین او کاناډا د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له لیدنې وروسته، د ځینو توکو د ګمرکي تعرفو پر کمولو هوکړه کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سه‌شنبې په ورځ (د نومبر ۱۷مه) د چین په شینژن ښار کې سره لیدلي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګمرکي تعرفو کمولو په اړه یې هوکړه کړې ده.

د کاناډا د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، چین به د شاوخوا ۴۰۰ میلیون کاناډايي ډالرو (۲۸۰ میلیون امریکايي ډالرو) په ارزښت د کاناډا پر صادراتو، چې د خوګ کنګل شوې غوښه او سمندري محصولات هم پکې شامل دي، ګمرکي تعرفې کمې کړي.

په مقابل کې، کاناډا به د چین د ځینو فولادي او المونیمي محصولاتو لپاره ګمرکي معافیتونه د دوو نورو کلونو لپاره وغځوي او د خپلې اړتیا وړ ۳۲ نور ډوله فولادي او المونیمي توکي به هم په دغو معافیتونو کې شامل کړي.

شي جین‌پینګ په دې لیدنه کې ویلي چې د چین او کاناډا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د نړۍ له ثبات او سوکالۍ سره مرسته کوي.

بلخوا، مارک کارني د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې کاناډا د روانې لسیزې تر پایه چین ته د خپلو صادراتو د ۵۰ سلنه زیاتوالي د هدف ترلاسه کولو په برخه کې له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې روانه ده.

دغه هوکړه په داسې حال کې شوې چې کاناډا هڅه کوي پر امریکا خپله اقتصادي تکیه راکمه کړي؛ ځکه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري لګول شوو ګمرکي تعرفو د کاناډا پر صنعتونو، په ځانګړې توګه د موټرو جوړولو، فولادو او المونیمو پر برخو اغېز کړی دی.

د یادونې ده چې چین او کاناډا د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره هوکړه کړې وه چې له مخې یې کاناډا د چین پر برېښنايي موټرو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفه ۶.۱ سلنې ته راټیټه کړه او په مقابل کې چین هم د کاناډا پر ځینو کرنیزو محصولاتو د تعرفو له کمولو سره موافقه کړې وه.