منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

پنځه اروپايي هېوادونه روانډا ته د رد شوو پناه‌غوښتونکو د لېږلو پلان لري

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – جرمني، اتریش، ډنمارک، یونان او هالنډ غواړي هغه پناه‌غوښتونکي روانډا ته ولېږدوي چې غوښتنې یې رد شوې او په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

ګارډین راپور ورکړی چې د دغو هېوادونو چارواکو پرون په ویانا کې دا پلان اعلان کړ.

د اتریش لومړي وزیر کریستیان شټوکر ویلي، موخه دا ده چې په ۲۰۲۷ کال کې په روانډا کې د یادو کسانو لپاره لومړنی مرکز فعال شي. د هغه په وینا، دغه پلان د هغو کسانو لپاره دی چې په اروپا کې د پاتې کېدو حق نه لري او خپلو هېوادونو ته یې ستنول ممکن نه وي.

د بشري حقونو ډلو پر دغه پلان نیوکې کړې او د لېږل کېدونکو کسانو د حقونو او خوندیتوب په اړه یې اندېښنې ښودلې دي. خو د روانډا د کورنیو چارو وزیر وینسنټ بیروتا ویلي، یاد مرکز به توقیف‌ځای نه وي او ورلېږل شوي کسان به په روانډا کې د ژوند او کار فرصت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول جرمني او اتریش کې، هغه افغانان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.