کابل (پژواک) – د ټایلنډ پولیس خبر ورکوي چې د دغه هېواد د پوکټ ټاپو په یوه سوداګریزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه نن سهار (دوشنبه) شاوخوا درې بجې او ۱۷ دقیقې په هغې ودانۍ کې رامنځته شوه چې په کرایه د موټر ورکولو یوه شرکت پکې فعالیت کاوه او وروسته څو نږدې ودانیو ته هم وغځېده.
د ټایلنډ چارواکو ویلي چې اور وژونکو له شاوخوا دوو ساعتونو هڅو وروسته اور مړ کړ.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۶ ټپیانو له ډلې ۱۵ یې د ټایلنډ او یو یې د میانمار هېواد وګړي دي.
پولیسو تایید کړې چې د دې پېښې په مړو او ټپیانو کې هيڅ ګرځندوی نشته.
دغه اورلګېدنه د پوکټ ټاپو په لوېدیځه برخه کې د پاتونګ مشهور ساحل ته نږدې په یوه ښاري سیمه کې رامنځته شوې ده.
مسوولو چارواکو ویلي چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور میاشتې مخکې هم د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې په یوه بار کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.











