منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

د امريکا ځينو ډیموکراټو سناتورانو د ایران جګړې ته د بودجې له ځانګړې کېدو سره مخالفت کړی

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا يو شمېر ډیموکراټو سناتورانو ګواښ کړی چې د فدرالي حکومت د لنډمهالې بودجې له هغې طرحې سره به مخالفت وکړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ته د ایران جګړې د دوام لپاره د پیسو لګولو اجازه ورکوي.

د سناتور کریس وان هولن د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه دریځ ډیموکراټ سناتورانو کریس وان هولن، مایکل بېنېټ او ټامي ډاکورټ او خپلواک سناتور برني سنډرز په ګډه اعلامیه کې څرګند کړی دی.

دوی ویلي چې د فدرالي حکومت په هره لنډمهاله بودجوي طرحه کې باید داسې ماده شامله وي چې د ټرمپ اداره د ایران پر ضد د جګړې د دوام لپاره د ځانګړو شوو پیسو له لګولو منع کړي.

د دغو سناتورانو په خبره، د امریکا د فدرالي حکومت د بودجې د تمویل اوسنۍ موده د ډسمبر په ۱۱مه پای ته رسېږي او کانګرس باید داسې طرحه تصویب نه کړي چې د ایران جګړې ته د نورو پیسو د ځانګړې کېدو زمینه برابره کړي.