منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه؛ ۷ تنه مړه او ۹۷ نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د کونړ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت داندیرسیر په سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاودنې له امله ۷ زده کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سمیع‌الحق حق بیان پژواک ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې یوه ښوونځي ته څېرمه په یوه استوګنیز کور کې شوې ده.

یوې باوري حکومتي سرچینې پژواک ته وویل چې په یاده چاودنه کې ۷ زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۷ نور تپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د ټپيانو له ډلې څلور تنه د جلال‌اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي او نور په کونړ کې تر درملنې لاندې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه یوه ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې د کانونو لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.