دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) – د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.
هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال یوه لوري د تومانچې ډزې کړي چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
بلال د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د پېښې عاملین نیول شوي او دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.










