کابل (پژواک) – د کابل امنیه قومانداني وایي، د اتمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې «شپږ غله» وژل شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
هغه لیکلي: «یو عراده موټر چې شپږ غله پکې سپاره وو، د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو. امنیتي ځواکونو څو څو ځلې ورته د درېدو امر وکړ، خو موټر ونه درېد، بالاخره د متقابلو ډزو په پایله کې شپږ واړه کسان ووژل شول.»
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، د پېښې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو له یادو کسانو درې تومانچې او دوه برچې هم ترلاسه کړې دي.










