دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو څه باندې ٧٠٠ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ٧٠٨ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې ٤٠٥ د سپینبولدک او ٣٠٣ نور د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان له ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.











