منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې څه باندې ۵۳ زره کیلوګرامه نشه‌يي او کیمیاوي توکي وسوځول شول

· ۱ دقیقه لوستل

کندهار (پژواک) – د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یې له ۵۳ زره کیلوګرامه ډېر نشه‌يي او کیمیاوي توکي سوځولي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې په یادو توکو کې هیروئین، شیشه، تریاک، چرس، ټابلېټونه، کاسټیک اسید او نور نشه‌يي او کیمیاوي توکي شامل وو.

هغه زیاته کړه چې یاد توکي د کندهار امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیریت له لوري راټول شوي وو او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته وسوځول شول.