منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې لسګونه ناقانونه وسلې او په تړاو یې ۴۰ کسان نیول شوي

· ۲ دقیقې لوستل

غزني ښار (پژواک) ـ د غزني امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه بېلابېلې ناقانونه وسلې او یو شمېر مهمات نیولي او په تړاو یې ۴۰ کسان هم نیول شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ د نظامي چارو مرستیال مل‌پاسوال مولوي محمدطاهر مبارز وایي، دغه وسلې او مهمات نن د ډایاک آمریت ته سپارل شوي دي.

د هغه په وینا، په نیول شویو وسلو کې ۴۲ میله کلاشنکوفونه، ۲۲ میله تومانچې، ۱۱ میله برنو ټوپکونه، درې راکټونه، یو هاوان، یوه پیکا، یو کرینکوف، یو اووه‌ټکه، درې څلوېښت‌ټکه او دوه اېم‌شپاړس شامل دي.

هغه زیاته کړه چې ۵۸ د هاوان مرمۍ، ۱۳ د اېس‌پي‌جي-۹مرمۍ، دوه روسي ماینونه، دوه جوړې د مزایل مرمۍ، دوې بوجۍ باروت او د ټانک یو دوربین هم نیول شوي دي.

مبارز وویل، نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي او وسلې او مهمات به د ډایاک آمریت له لوري د بیت‌المال وسلتون ته ولېږدول شي.

هغه د غزني امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل چې د ناقانونه وسلو راټولول د امنیت په ټینګښت او د جرمونو په مخنیوي کې مهم رول لري.

بلخوا، د غزني امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري همت وویل، له هغو کسانو سره به همکاري وشي چې خپلې ناقانونه وسلې په خپله خوښه امنیتي ځواکونو ته سپاري او د قانون له مخې مستحقو کسانو ته به د وسلو د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د ناقانونه وسلو د موندلو په صورت کې به د اړوندو کسانو قضیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي