دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
غزنيښار (پژواک) – د غزني د ګیرو ولسوالۍ په عليخېلو کلي کې یو ۱۲ کلن ماشوم – چې څلور ورځې مخکې له کوره نادرکه شوی و – وژل شوی او مړی یې د دې ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې موندل شوی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، یاد ماشوم د ګیرو ولسوالۍ د پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ تېره ورځ ناوخته موندل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه ښايي د سیمهییزو شخصي شخړو له امله رامنځته شوې وي.
د سرچینې په وینا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، څو د ماشوم د وژنې اصلي عامل وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.










