منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار – هلمند پر لویه لار ۳۸ کارټنه قاچاقي درمل او یوه اندازه نشه‌یي توکي نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل

کندهار (پژواک) – د کندهار امنیه قومانداني وایي، د کندهار – هلمند پر لویه لار یې د ۳۸ کارتنه قاچاقي درملو، ۲۲ ګرامه هیروینو او ۲۵ ګرامه تریاکو د لېږد مخه نیولې او په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ پژواک ته وویل، د دې قوماندانۍ ځواکونو د کندهار او هلمند پر لویه لار، د کښته میوند ولسوالۍ د خاکي چوپان په سیمه کې د ۳۸ کارتنه قاچاقي درملو، ۲۲ ګرامه هیروینو او ۲۵ ګرامه تریاکو د لېږد مخه نیولې ده.

هغه وايي چې په دې تړاو پنځه تنه نیول شوي دي.

د ده په وینا، په یوه جلا پېښه کې یو تن د یوه برېښنايي مولد د غلا په تور هم نیول شوی دی.

جمشید وايي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.