منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې پاکستان ته د یو شمېر وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کندهار (پژواک) – د کندهار امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه په «شنه نري» سیمه کې پاکس‍تان ته د یو شمېر وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یادې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل، په کشف او ترلاسه‌شویو وسلو او مهماتو کې یو میل اېم ۱۶ ټوپک، ۱۶ شاجورونه، یو نارنجک غورځوونکی، ۵۷ د نارنجک مرمۍ، ۱۳۰ د کلاشینکوف، ۴۱۰ د اېم ۱۶ او ۱۰۱۶ د پیکا مرمۍ، ۴۶ د ګایز مرمۍ، شپږ د هاوان مرمۍ، دوې د پیکا د شرید بکسې او نور پوځي تجهیزات شامل دي.

هغه زیاته کړه، یاد توکي له افغانستان څخه د فرضي کرښې ها غاړې ته قاچاقېدل چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د نوموړي په وینا، د یادو وسلو او مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.