کندهار (پژواک) – د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کلچآباد سیمه کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ځړولی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې یاده ښځه او خاوند په اصل کې د روزګان ولایت اوسېدونکي وو او دا ښځه شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د خپل خاوند د تاوتریخوالي له امله د پلار کور ته تللې وه.
د سرچینې په وینا، دې ښځې د پنجشنبې په ورځ سهار ځان ځړولی وو چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
څه موده مخکې هم د کندهار په ډنډ ولسوالي کې یوه ناوې د خپل واده په ورځ د زوم او د زوم د ماما ترمنځ د موټر پر سر د رامنځته شوي جنجال له امله په ډزو ویشتل شوې وه او ژوند یې له لاسه ورکړی و.










