دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
سرچینې لیکلي چې له دې ډلې ۳۲ کسان د سپینبولدک او۲۶۳ نور د تورخم لارو راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د لېږد امریتونو کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.










