منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۵ غ.و
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

مجاهد: که «شریر عناصر» له فرضي کرښې د رااوښتو هڅه وکړي، د نورستان له برخلیک سره به مخ شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پکتیا کې يوې ادبي غونډې ته په وينا کې د دغه ولايت له خلکو د نظام د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي يې دي که «شرير عناصر» بيا هم له ډیورنډ فرضي کرښې د‌ را اوښتو هڅه وکړي، د نورستان پېښې له برخليک سره به مخ شي.

مجاهد پکتیا د جرګو، مرکو او نرخونو ټاټوبی بللی او د دغه ولايت له قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او خلکو يې غوښتي چې له دغو ارزښتونو په استفادې د نظام ملاتړ وکړي، له امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ ودرېږي، ورانکارو ته له کرښې د را اوښتو اجازه ور نه کړي او په هره برخه کې خپلې مشورې له مسوولینو سره شریکې کړي.

هغه دغه‌راز زياته کړې چې د ا.ا له خوا روانې پروژې د ابادۍ لپاره دي او ثمر ته په رسېدو يې هېواد له مالي اړخه پر ځان بسیا کېدای شي او تر راتلونکو لسو کلونو به د هېواد بڼه ورسره بدله شي.

د یادونې ده چې د روان کال د تلې په لومړیو کې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او له ډیورنډ کرښې د رااوښتو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوې وې. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۴۱ وسله‌وال وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي وو.

دفاع وزارت ویلي و چې یاد وسله‌وال د پاکستاني پوځ په ملاتړ افغانستان ته رااوښتي وو.