دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) – د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د وټهپور ولسوالۍ اړوند د قمچۍ سیمې په ترۍ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوې کورنۍ پر یوه کس د ټوپک ډز کړی چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی او د پېښې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.










