کابل (پژواک) – د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ، د همغږۍ د پیاوړتیا، د نظم او ډسپلین د ټینګښت او اطاعت په موخه د سیمهییزو قولاردوګانو، ریاستونو او مرکزي قطعاتو د مسوولینو په ګډون امنیتي او مشورتي غونډه جوړه شوه.
دفاع وزارت نن (یکشنبه) پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه غونډه پرون د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ او د دغه وزارت د مرستیالانو، د ریاستونو د رییسانو، د سیمهییزو قولاردوګانو د قوماندانانو او د مرکزي قطعاتو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په لړ کې د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو مسوولینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او کاري اړتیاوې د دفاع وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
سرچینه زیاتوي چې د دغه وزارت مشرتابه د هغوی د نظرونو له اورېدو وروسته، د ستونزو د حل او چارو د ښهوالي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
مولوي محمدیعقوب مجاهد او د دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا حمیدالله آخندزاده د قطعاتو او جزوتامونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې د اسلامي نظام د اصولو، نظم او ډسپلین، اطاعت او مسوولیتپالنې پر بنسټ پر مخ یوسي، د خپلو منسوبینو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي او د مسلکي وړتیاوو لوړولو، چمتووالي او د دفاعي ځواکونو پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
سرچینې همدارنګه لیکلي چې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت هم د قطعاتو او جزوتامونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ، د دندو پر سم ترسراوي، د پوځي اصولو پر رعایت او د چارو پر ښه تنظیم ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غونډې په پای کې د اسلامي اردو د پیاوړتیا، ودې او پرمختګ په موخه د دفاع وزارت د مشرتابه له لوري مهمې پرېکړې وشوې.










