منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

څېړنه: د جنګیالیو ښودلو لپاره د ملکي افغانانو له مړو سره د وسلو اېښودو په اړه اسټرالیایي افسران خبر وو

· ۳ دقیقې لوستل
LS Paul Berry
LS Paul Berry

کابل (پژواک) – د یوې رسمي څېړنې د موندنو له مخې، چې لنډیز یې په دې وروستیو کې په اسټرالیا کې خپور شوی، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو یو شمېر افسران خبر وو چې د ملکي افغانانو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودل کېږي، څو هغوی د جنګیالیو په توګه معرفي شي؛ خو دغو افسرانو د دې ناقانونه کړنې مخنیوي لپاره اقدام نه و کړی.

ګارډین ورځپاڼې نن (پنج‌شنبه) د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش دفتر(IGADF)  په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د فعالیتونو او د قوماندې د جوړښت په اړه د یوې څېړنې لنډیز، چې په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوې وه، روانه اونۍ د خلکو لاسرسي ته وړاندې شوی دی.

د راپور له مخې، یادې څېړنې ښودلې چې یو شمېر اسټرالیایي سرتېرو د افغان ملکي وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودلې، څو هغوی جنګیالي معرفي کړي. د راپور له مخې، یو شمېر افسران، سره له دې چې له دې کړنې خبر وو، د څېړنې او مخنیوي لپاره یې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

په څېړنه کې راغلي چې د رهبرۍ کمزورتیا، د قوماندې د جوړښت ناکاري، د پوځي انضباط کمزوري کېدل او د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د پټ‌کارۍ فضا د جدي سرغړونو لپاره زمینه برابره کړې وه.

همدارنګه، په راپور کې راغلي چې یو شمېر سرتېرو د عملیاتو په اړه د ناسمو راپورونو په وړاندې کولو سره هڅه کوله خپلې کړنې پټې کړي او ځینې ملکي وګړي یې د واقعیت خلاف، په نښتو کې ښکېل کسان معرفي کول.

د څېړنې موندنې ښيي چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په ځینو قطعاتو کې داسې لوړپوړي کسان چې د افسرۍ رتبه یې نه لرله، دومره نفوذ ته رسېدلي وو چې ټیټ‌رتبه افسرانو په عملي ډول د څارنې او د قوماندې د واک کارولو وړتیا له لاسه ورکړې وه.

بلخوا، د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د دې څېړنې موندنې منلې او ویلي یې دي چې د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په جوړښت کې جدي نیمګړتیاوې موجودې وې.

هغه په راپور کې افشا شوې کړنې د نه منلو وړ بللې او ویلي یې دي چې دا کړنې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو له ارزښتونو او مسلکي معیارونو سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د «بریرټون» په نوم د یوې پخوانۍ څېړنې موندنو داسې باوري شواهد موندلي وو چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو.

خو په پخوانۍ څېړنه کې د دغو کړنو اصلي مسوولیت د پوځي ګزمو پر قوماندانانو اچول شوی و؛ په داسې حال کې چې په نوي راپور کې څرګنده شوې چې یو شمېر افسران له سرغړونو خبر وو، خو د دغو کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.