شبرغان (پژواک) – د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ۲۸ کلن ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې نن څلور کسان نیول شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل چې دغه ځوان تېره ورځ (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) سهار شاوخوا اته بجې د شبرغان ښار په یوه نانوایۍ کې د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې له پېښې وروسته د شبرغان ښار د پنځمې امنیتي حوزې کشفي او امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پیل کړې او نن سهار یې د دغې وژنې په تړاو څلور کسان پېژندلي او نیولي دي.
حلیمي د دغې وژنې لامل کورنۍ شخړې بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي.










