کابل (پژواک) – کابل ښاروالي وایي، د ښار په لوېدیځه برخه کې د ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکې لپاره تفصیلي ښاري پلان تایید شوی چې د څه باندې ۷۲۰ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري او د استوګنیزو ودانیو ترڅنګ پکې د ښوونیزو، روغتیايي، سوداګریزو او نورو عامه خدمتونو د مرکزونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، د کابل ښار د لوېدیځ زون د پراختیا دغه تفصیلي پلان د ښار د منظمې پراختیا، له خپلسرو او غیرمعیاري ودانیو جوړولو څخه د مخنیوي، د اساسي زېربناوو د پراختیا او د استوګنې، سوداګرۍ، زدهکړې او تفریحي سیمو د رامنځته کولو په موخه د یادې ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست له لوري جوړ او تایید شوی دی.
د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د پلان جوړونې امر انجنیر محمدصادق فرید ویلي چې دا پلان د کمپنۍ بازار له وروستۍ برخې (قلعه عبدالعلي) څخه پیل او د میدانوردګو ولایت تر دروازې پورې رسېږي.
د نوموړي په وینا، د یادې سیمې ټول پراخوالی ۲۰ زره جریبه دی چې له دې اندازې ۱۶ زره جریبه ځمکه کابل ښاروالۍ ته لېږدول شوې ده او د ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکې لپاره په درېیو برخو (الف، ب او ج) کې تفصیلي پلان جوړ او د کور او ښار جوړونې وزارت د نقشو د ځانګړي کمیسیون له لوري تر ارزولو وروسته تائید شوی دی.
ورته مهال، د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست کارپوه انجنیر فضلالرحیم ویلي چې په یاد پلان کې پنځه، څلور، درې او دوه بسوهيي ځمکې د ارزانه کورونو او تر یوه جریب پورې د ویلايي کورونو لپاره ځانګړې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې طرحه کې همدارنګه ۷۴ خالص استوګنیز بلاکونه هم په پام کې نیول شوي چې ۲ زره او ۶۴۲ اپارتماني واحدونه په بېلابېلو مساحتونو کې رانغاړي او دغه پلان د څه باندې ۷۲۰ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري.
د سرچینې په وینا، په همدې توګه په دغه پلان کې تر ۱۵ پوړونو پورې استوګنیز او سوداګریز بلاکونه، دوه پوهنتونونه چې د ۳۰ زره محصلانو ظرفیت لري، دوه روغتیايي کمپلېکسونه، یو لوی عیدګاه جومات چې د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، ۱۰ جامع جوماتونه، څه باندې ۵۰ سیمهییز جوماتونه، ۴۵ لېسې او ښوونځي، ۱۲ کلینیکونه، ورزشي لوبغالی، د نیمه لوړو زدهکړو انسټیټیوت، ۱۳ دیني مدرسې او دارالحفاظونه، یو مسلکي ښوونځی، یو دارالایتام او د نابینایانو لپاره یوه ځانګړی ښوونځی په پام کې نیول شوي دي.
کابل ښاروالۍ زیاته کړې چې دغه پلان د یوې منظمې او له اساسي خدمتونو برخمنې ښاري سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابروي او کولای شي د کابل ښار په متوازن پرمختګ، د ښاریانو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د ښار د غیرپلاني او نامنظمې پراختیا له امله د رامنځته شویو ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.










